د کرنې وزیر د نړیوال فورم لپاره تاشکند ته ورسېد

د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت په بلنه د خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا په اړه نړیوال تخنیکي فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته رسېدلی دی.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دغه فورم نن او سبا د وچې په منځ کې ایسارو هېوادونو د کارپوهانو او استازو په ګډون جوړېږي او پر تخنیکي بحثونو، د تجربو او پوهې پر شریکولو او عملي همکاریو تمرکز کوي.

وزیر عمري به د سفر پر مهال له ازبکستان او ګډون‌کوونکو هېوادونو سره د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

همداراز به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادراتو، سوداګرۍ پراختیا، پانګونې جلبولو او مسلکي تجربو لېږد په اړه له بېلابېلو استازو سره لیدنې ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا