ګوترېش: افغان کډوال دې په خپله خوښه او خوندي افغانستان ته ستانه شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، دغه سازمان د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې له پاکستان سره همکاریو ته ژمن دی، خو ټینګار کوي چې افغان کډوال باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته توګه افغانستان ته ستانه شي.

ګوترېش په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی او اوسنی حکومت یې باید د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي.

هغه همداراز د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې او د افغان کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې یې ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پاکستان په وروستیو کلونو کې میلیونونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

په ورته وخت کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي او سوداګریزې اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

بلخوا، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو هیله لري چې افغانستان او پاکستان د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېوال دي او روسیه کولای شي په دې برخه کې همکاري وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا