افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو له پیل ۲۵ کاله تېر شول

د تلې ۱۵مه په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو د پیل ۲۵مه کلیزه ده.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷مه په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل.

دغه جګړه نږدې دوه لسیزې روانه وه، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول او ټپیان شول او امریکايي ځواکونو هم مرګ‌ژوبله ولیدله.

امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، له نږدې ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته، خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل او خپل پوځي حضور یې پای ته ورساوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته د امنیت ټینګښت، د لویو اقتصادي او بنسټیزو پروژو پیل، د سوداګرۍ پراختیا او سیمه‌ییزې نښلونې لپاره د نویو لارو پرانیستل د افغانستان له مهمو پرمختګونو څخه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا