د بهرنیو چارو وزارت: نړیواله جنایي محکمه اعتبار نه لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جرمونو نړیوالې محکمې وروستی اعلان رد کړی او ویلي یې دي چې دغه محکمه او پرېکړې یې د افغان حکومت له نظره اعتبار او په افغانستان کې د لاسوهنې لازم صلاحیت نه لري.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان خپلواک هېواد دی او هر ډول اقدام یا پرېکړه چې ملي حاکمیت په پام کې ونه نیسي، د منلو وړ نه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې حکومت په دې اړه خپل دریځ ساتلی او دا ډول اقدامات د افغانستان له ملي حاکمیت سره په ټکر کې بولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا