بریتانیا کې څلور افغانان د ۱۷ کلنې نجلۍ پر جنسي تېري محکوم شول

څلور افغان اتباع په بریتانیا کې د ۱۷ کلنې نجلۍ پر جنسي تېري او ځورونې په قضیه کې په بېلابېلو بندونو محکوم شوي دي.
د «ډیلي مېل» د راپور له مخې، ۲۱ کلن مهراب صافي په ۱۵ کاله بند، ۱۹ کلن سلمان حبیبخېل او اول احمدزي هر یو په ۹ کاله او ۱۷ کلن تورن، چې نوم یې د عمر له امله نه دی خپور شوی، په درې کاله بند محکوم شوی دی.
راپور وايي، پېښه تېر نومبر په بریسټول ښار کې شوې ده.
قرباني یوه کور ته له انتقال او د الکولي مشروباتو له څښلو وروسته هلته له جنسي تېري او ځورونې سره مخ شوې ده.
پولیسو ۱۷ کلن تورن په هماغه ځای کې نیولی، خو درې نور تورن کسان له پېښې وروسته تښتېدلي وو.
د راپور له مخې، هغوی د یوه باروړونکي موټر شاته پټ فرانسې ته تللي وو.
وروسته د فرانسې پولیسو دغه درې کسان په کاله ښار کې ونیول او بریتانیا ته یې وسپارل.
قاضي د حکم پر مهال ویلي، قرباني د پېښې پر مهال په زیانمن حالت کې وه او دې پېښې یې پر ژوند ژور اغېز کړی دی.
محکمې څلور واړه تورن کسان مجرم پېژندلي او ورته یې بېلابېل بندونه ټاکلي دي.

