د واخان سړک؛ د افغانستان لپاره نوی سیمهییز فرصت؟

د سیاسي چارو شنونکي سید بلال فاطمي د «سریع» خبرې اژانس سره په مرکه کې وویل، د واخان سړک بشپړېدل د افغانستان پر سیمهییزو اړیکو، سیاسي اړیکو او اقتصادي وضعیت د پام وړ اغېز لرلای شي.
نوموړي وویل، واخان د افغانستان د اقتصاد لپاره د ملا تیر ارزښت لري؛ ځکه دغه لار افغانستان له چین او منځنۍ اسیا سره نښلوي او هېواد ته د سوداګرۍ او تګ راتګ نوې لارې پرانیستلی شي.
فاطمي زیاته کړه، افغانستان چې له سمندر سره ګډه پوله نه لري، د واخان لارې په پرانیستل کېدو سره کولای شي له خپلې اوسني جغرافیایي ستونزې څخه تر ډېره ووځي او له نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
د هغه په وینا، د واخان لارې په فعالېدو سره افغانستان به یوازې د یوه هېواد پر لارې تکیه نه کوي، بلکې کولای شي له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي وویل، د افغانستان ډېری اړین توکي کولای شي د چین له لارې هېواد ته راورسیږي او له بلې خوا، د افغانستان له لارې د چین، ایران او منځنۍ اسیا ترمنځ د توکو د لېږد زمینه هم برابرېدای شي.
فاطمي څرګنده کړه چې ایران هم د واخان لارې له پراختیا سره لېوالتیا لري، په ځانګړي ډول که دغه لار د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان له شمالي برخو سره ونښلول شي.
د هغه په خبره، که د اوسپنې پټلۍ له هرات څخه د افغانستان شمال ته وغځول شي او له مزارشریف، کندز او بدخشان څخه د واخان تر لارې له چین سره ونښلول شي، افغانستان کولای شي د سیمې د سوداګرۍ لپاره پر یوه مهمه تګلاره بدل شي.
نوموړي وویل، د دې لارې له جوړېدو سره به د چین توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته ولېږدول شي او له بلې خوا به د ایران او د منځنۍ اسیا توکي هم د افغانستان له لارې چین ته رسول کېدای شي.
فاطمي ټینګار وکړ چې د واخان د لارې پرانیستل یوازې اقتصادي ګټه نه لري، بلکې د افغانستان پر سیمهییز دریځ هم اغېز کوي.
هغه وویل، افغانستان کولای شي له چین سره خپلې نېغې اقتصادي اړیکې پراخې کړي، د چین پانګونه زیاته شي، د توکو د تېرېدو له لارې هېواد ته عواید ورسېږي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د نوموړي په وینا، د سوداګرۍ له پراختیا سره به د خلکو د کار او روزګار زمینه هم ښه شي او د هېواد په اقتصادي ژوند کې به بدلون رامنځته شي.
فاطمي زیاته کړه، د واخان لار کولای شي د هغو خلکو لپاره هم د ځمکني تګ راتګ زمینه برابره کړي چې د هوايي سفر توان نه لري او یا د سفر لپاره کافي پیسې نه لري.
هغه وویل، چین هم د بدیلو سوداګریزو لارو اړتیا لري؛ ځکه اوس د خپلو ځینو اړتیاوو لپاره پر پاکستان تکیه کوي او د منځنۍ اسیا ځینې لارې یا اوږدې دي او یا لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي جوړې شوې.
د سیاسي چارو شنونکي په وینا، د افغانستان له لارې چین ته د تګ لاره په ځینو برخو کې لنډه ده او د چین لپاره د ایران، منځنۍ اسیا او نورو سیمو سره د سوداګرۍ په پراختیا کې مهمه تمامېدای شي.
فاطمي د واخان لارې د فعالېدو پر وړاندې د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی هم یوه جدي ستونزه وبلله او ویې ویل، تر ټولو لومړی باید دغه سړک په پخه او کلکه توګه جوړ شي.
نوموړي وویل، اوس په ځینو برخو کې سړک خام دی او د ژمي پر مهال د واورې او سختې هوا له امله د څو میاشتو لپاره پرې تګ راتګ له ستونزو سره مخ کېږي.
هغه زیاته کړه، که سړک په اساسي توګه جوړ شي، د خلکو او سوداګرو تګ راتګ به اسانه شي او د دې لارې د پراخې ګټې اخیستنې زمینه به برابره شي.
د فاطمي په خبره، د سړک ترڅنګ باید د خلکو او سوداګرو لپاره د اوسېدو ځایونه، د تېلو تمځایونه، سوداګریز او د کار ځایونه او نورې اړینې اسانتیاوې هم جوړې شي.
هغه وویل، دا یوه اوږده لار ده او د لارې په اوږدو کې د اړینو اسانتیاوو نشتوالی کولای شي د خلکو او سوداګرو لپاره ستونزې رامنځته کړي؛ نو باید له سړک جوړولو سره یوځای دغه اړتیاوې هم پوره شي.
نوموړي د واخان لارې د پراختیا په برخه کې امنیتي او سیاسي ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د دې لارې د خوندي فعالېدو لپاره باید په سیمه کې د افغانستان واک او امنیت لا پیاوړی شي.
فاطمي وویل، که په واخان کې سړکونه جوړ شي، د اوسېدو او سوداګرۍ ځایونه رامنځته شي، د خلکو شتون زیات شي او د امنیتي ځواکونو شتون پیاوړی شي، د سیمې د خوندي ساتلو او د افغانستان د واک د پیاوړتیا زمینه به هم ښه شي.
هغه زیاته کړه چې د سیمې د څارنې لپاره باید له چورلکو او بېپیلوټه الوتکو څخه هم ګټه واخیستل شي او د امنیتي ځواکونو شتون باید په سیمه کې دوام ولري.
د نوموړي په وینا، د واخان سړک باید د افغانستان او چین په ګډه همکارۍ جوړ او پراخ شي او په دې برخه کې له چین څخه د مرستې غوښتنه هم اړینه ده.
فاطمي وویل، چین د واخان لارې له پراختیا سره لېوالتیا لري او که افغانستان له چین څخه د مرستې غوښتنه وکړي، د ده په اند، چین کولای شي د دې لارې د جوړولو او پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.
هغه په پای کې وویل، که د واخان لارې د جوړېدو ترڅنګ امنیت، سړکونه، د اوسېدو ځایونه، د تېلو تمځایونه او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شي، دغه لار کولای شي افغانستان له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره په سوداګرۍ او تګ راتګ کې لا ډېر ونښلوي.

