آلمان: د پناه غوښتونکو شمیر کم شوی، خو لا هم اندېښنې پاتې دي

د آلمان په پارلمان یا بونډسټاگ کې د کیڼ اړخي گوند د یوې پوښتنې له جواب څخه ليک کې چې په “راینشه پوسټ” کې خپور سوی دی، څرگندیږي چې په آلمان کې د پناه غوښتونکو او بې ځایه سوو کسانو مجموعي شمیر د لومړي ځل له پاره له ۲۰۱۱ کال راهیسي یو څه راکم سوی دی.
په دغو پناه غوښتونکو کې له اوکراینڅخه راغلو مهاجرو په گډون د اقامې د بیلابیل وضعیت لرونکي مهاجر شاملیږي. هغوی کیدای سي له څو میاشتو راهیسې او یا هم له ډیرو کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي.
د جرمني د حکومت په حواله د نوموړو کسانو مجموعي شمیر د روان کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو ته راټیټ سوی دی: یعني د ۲۰۲۴م کال په پای کې له ۳ میلیونه ۵۴۵ څخه، اوسني شمیر ۳ میلیونه ۴۹۵ ته رسیدلی دی.
د دغه ډول کمښت دلیل څه دی؟
د کیڼ اړخو د یوې ارزونې له مخې، که څه هم نور مهاجر او له جگړو څخه راتښتیدلي نوي کسان راروان دي، خو د اخراجونو او له دغه هیواده د وتلو ارقام دغه شمیرې جبرانوي. سربیره پردې له هغوی څخه ډیریو یې تابعیت هم اخیستی دی او اوس آلماني اتباع دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې ډول په تیر کال کې یوازي ۸۳ زره ۱۵۰ سوریایانو آلمانی تابعیت اخیستی دی.
د نوموړو شمیرو له مخې، په اوس وخت کې شاوخوا ۴۹۲ زره پناه غوښتونکي د اقامې نامطمئن وضعیت لري. دا هغه کسان دي چي د پناه غوښتنه کوي او یا هم هغه پناه غوښتونکي دي چې عریضې یې رد سوي دي او په آلمان کې یې اوسیدل زغمل کیږي او يا په اصطلاح ډولډونگ یا مؤقتي ویزه لري.
له اوکراین څخه راتښتیدلو کسانو شمیر د جولای په پای کې یو میلیون او ۲۷ زره وو.
د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو د داخلي او مهاجرت د سیاست ویاندې، کلارا بیونگر د دغو شمیرو په هکله څرگنده کړه چې دا « د خوشحالۍ کوم دلیل نه دی، ځکه په نړیواله کچه اوس هم ډیر علتونه موجود دي چې خلک مهاجرت ته مجبوروي.»
هغې انتقاد کړی دی چې محافظت ته اړ، ډیر کم کسان تل په دې بریالي کیږي چې د اروپايي ټولني له سخت ساتل سوو او محکمو بهرنیو سرحدونو څخه تیر سي.