اتمر د تهران ناسته د سیاسي بحران د هواري لپاره یو مهم فرصت دی

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تهران کې د سیمه‌ییزې ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ناسته د افغانستان د سیاسي ناورینونو د حل، د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره حیاتي فرصت ګڼل کېږي.

حنیف اتمر پر اېکس پاڼه لیکلي چې د تهران په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو هڅه باید د افغانستان د سیاسي ناورینونو د حل لپاره یوه ګډه او همغږه تګلاره رامنځته کړي.

حنیف اتمر زیاتوي: «د تهران په ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې هېوادونه د سیاسي بهیر د پرمختګ او د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره مهم فرصت لري، څو د افغانستان د بحرانونو پایدار حل لارې وموندل شي».

نوموړي ویلي، دوی هیله لري چې دا ناسته د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل اړتیا ته پام وکړي، څو د کورنیو بحرانونو اړخونه وڅېړل شي او د افغانستان د دولت مسولیتونه او نړیوالې ژمنې پوره شي.

د بهرنیو چارو د دې پخواني وزیر په خبره: «هیله لرو چې ناسته پر دې ټینګار وکړي چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات ژر پیل شي، د ملګرو ملتونو په مرسته ترسره شي او افغان اړخونه په دې برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي».

اتمر د افغانستان د سیاسي جریانونو د سه‌شنبې د ورځې ګډې اعلامیې اهمیت هم روښانه کړی او ویلي یې دي چې دا اعلامیه باید سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې سیاسي جریانونه د بحرانونو د سیاسي حل لپاره یو غږ او چمتو دي.

نوموړي لیکلي: «د سیاسي جریانونو ګډه اعلامیه باید ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو ته ډاډ ورکړي چې افغان سیاسي جریانونه د بحرانونو د سیاسي حل لپاره یو غږ او چمتو دي.»

د هغه په وینا، اوس وخت دی چې سیمه‌ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه د سیاسي همغږۍ او د پایدارې حل لارې د موندنې لپاره خپل فعال رول ولوبوي. حنیف اتمر د کوربه هېواد ایران او د ناستې ګډونوالو هېوادونو هڅې وستایلي دي.

دې پخواني افغان چارواکي خپل اېکس پوسټ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې منشن کړي. نوموړي زیاته کړې، اوس وخت دی چې سیمه‌ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه د همغږۍ او د سیاسي حل لارې موندنې لپاره خپل رول ترسره کړي.

اتمر ټینګار کړی چې د سیمه‌ییزې ناستې بریا نه یوازې د اسلامي امارت په ګډون پورې اړه لري، بلکې د ټولې سیمې د همغږۍ، مسولیت او هدف د روڼتیا په لرلو پورې تړلې ده. د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو ملاتړ د مذاکراتو او سیمه‌ییزو هڅو په بریالیتوب کې مهم رول لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h157h
دکمه بازگشت به بالا