احصایې او معلوماتو ملي اداره د تذکرو د تایید ټول خدمتونه وړیا اعلان کړل

د احصایې او معلوماتو ملي اداره اعلان کړی چې د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم وروسته له دې د تابعیت تذکرو د تایید ټول خدمتونه د فیس له اخیستو پرته ترسره کېږي، هغه اقدام چې د اداري اسانتیاوو رامنځته کولو او د خلکو د ستونزو کمولو په موخه مهم بلل کېږي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په تابعیت تذکرو کې هغه تېروتنې چې د کارکوونکو له لوري رامنځته شوې وي، هم به د فیس له اخیستو پرته اصلاح کېږي. چارواکو څرګنده کړې چې په ولایتونو کې د نفوسو د احوال ثبتولو آمر، ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو مدیر او په ټول هېواد کې د برېښنایي تذکرو او آسان خدمت مرکزونو مدیران له تایید وروسته د اصلاح چارې پر مخ وړي.
مسوولین وایي، د یادې پرېکړې موخه دا ده چې د تذکرو د تصدیق او سمون بهیر چټک، شفاف او د خلکو لپاره لا اسانه شي، څو هېوادوال وکولای شي پرته له اضافي لګښتونو خپلې قانوني اسناد سم او تایید کړي. د دوی په وینا، دغه ګام د عامه خدمتونو د معیاري کېدو او اداري اصلاحاتو په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

