ادلب ته مرستې: سوریې جګړو ځپلي ښار ادلب لپاره ۱۸۸ میلیونه ډالر راټول شول

د سوریې جګړو ځپلي ښار ادلب لپاره هلته د «ادلب ته وفاداري» په نوم د مرستو راټولولو کمپاین پیل شوی دی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع هم په کې ګډون کړی دی.
الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د ادلب لپاره څو ساعتونو کې د دې کمپاین له لارې ۱۸۸ میلیونه ډالر مرسته راټوله شوې ده.
الجزیرې زیاته کړې، چې ادلب لپاره د غزې په استازیتوب هم ۱۰۰ زره ډالر مرسته شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې ادلب هغه ښار دی چې د سوریې تېرو جګړو کې ډېر زیانمن شوی دی او دا مرستې د دې ښار بیارغونې او اوسېدونکو ته یې د لومړنیو اسانتیاوو برابرېدو لپاره راټولېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6028a