اروپايي ټولنه د کډوالۍ د سختو قوانینو پر تصویب، نن رایه اچوي

د فرانسې ۲۴ ټلوېزيونې شبکې راپور ورکړی، اروپايي ټولنه نن د کډوالۍ په تړاو د نويو او سختو قوانینو د تصویب لپاره رایه اچونه کوي چې دا به د اروپا د کډوالۍ د تګلارې د سختېدو مهم پړاو وي.
په دې راپور کې ويل شوي، په بروکسل کې به د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران پر هغو وړاندیزونو رایه ورکړي چې موخه یې د کډوالو د راتګ د کنټرول سختول، د هغوی د ستنېدو بهیر چټکول او د اروپا له پولې دباندې د «ستنېدو مرکزونو» جوړول دي.
دغه اقدام د روان کال د کډوالۍ په برخه کې د نوو اصلاحاتو لومړۍ عملي ازموینه ګڼل کېږي.
اروپايي هېوادونه د ښياړخو ګوندونو د زیاتېدونکي نفوذ له امله اندېښمن دي او هڅه کوي چې د کډوالۍ په اړه کلک دریځ خپل کړي.
د راپور له مخې، که نوي اقدامات تصویب شي، هغه کډوال چې قضیې یې رد شوې او یا جرمي سابقه ولري، له سختو سزاګانو سره به مخ شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/h108f

