اروپايي ټولنه: ګیل برتراند د افغانستان نوی ځانګړی استازی وټاکل شو

اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره د دې ټولنې د نوي ځانګړي استازي او همداراز د افغانستان او پاکستان د څانګې د مشر په توګه د فرانسوي ډيپلومات ګیل برتراند د ټاکنې خبر ورکوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې په روان حساس حالت کې له افغانستان او د دې هېواد له نړیوالو شریکانو سره د تعامل د پراختیا لپاره د اروپايي ټولنې رول خورا مهم دی.
ښاغلي برتراند د خپل نوي ماموریت په اړه تازه څه نه دي ویلي خو د سپټمبر په ۱۷مه په بروکسل کې د پاکستان له سفیر سره د کتنې پرمهال یې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي و، چې خوشاله دی چې بېرته د جنوبي آسیا مسایلو ته ورستنېږي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخوانی ځانګړي استازي توماس نیکلاسن و، چې ماموریت یې د روان. لمریز کال په پیل کې پای ته ورسېد.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6047a