ازبکستان له افغانستان سره د هوايي او ځمکني ترانزیتي دهلېز لومړنی تړون لاسلیک شو

یوې باوري سرچینې څرګنده کړې، چې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د هوايي او ځمکني ترانزیتي دهلېز یا کوریډور تړون لاسلیک شوی دی.

د سرچینې په وینا، د دغه ستر اقتصادي تړون له لارې به د افغانستان تازه مېوې، زراعتي محصولات او صادراتي توکي د هوايي او ځمکني لارو له لارې اروپايي هېوادونو، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته صادرېږي.

سرچینه زیاتوي، چې دا مهم قرارداد د بلخ ولایت د ځايي چارواکو، افغان سوداګرو او د ازبکستان د حکومت د استازو ترمنځ لاسلیک شوی دی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړیکې لا پیاوړې شي.

د دې نوښت په پایله کې تمه کېږي، چې د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي، د زراعتي محصولاتو لپاره نړیوال بازارونه پراخ شي او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو نوی باب پرانیستل شي.

اقتصادي شنونکي باور لري، چې د دغه دهلېز پرانېستل به نه‌يوازې د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړي، بلکې د سیمه‌ییزې همکارۍ او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نښلولو په برخه کې به یو ستر ګام هم وي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/f208h
دکمه بازگشت به بالا