ازبکستان متقي او سعیدوف د اړیکو پراختیا او سیمې پر ثبات ټیلیفوني خبرې کړي

د ا.ا بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر، بختیار سعیدوف سره د ټېلیفوني خبرو پرمهال د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې د عمومي وضعیت په اړه غږېدلی دی.
مولوي امیرخان متقي د دې اړیکې پرمهال ویلي چې اسلامي امارت د سیمې په چارو کې ډیپلوماسۍ او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي، او له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د متقابل احترام، نه مداخلې او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا بختیار سعیدوف د افغانستان له رغنده دریځونو او د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې شوې هڅې ستایلې او د سیمې ثبات یې د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت بللی دی.
د نوموړي په وینا چې د هر ډول مداخلې پر ځای باید د تفاهم، اقتصادي همکارۍ او متقابل باور فضا پیاوړې شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6925a

