اسحاق‌‌ډار کابل ته د پلاوي سفر تېروتنه وه، د یوې پیالې چای څکل هم ګران پرېوت

د پاکستان د لومړي وزير مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌‌ډار ویلي، چې ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د اسلامي امارت بیا حاکمیت وروسته افغانستان ته د پاکستاني لوړپوړي پلاوي سفر ستره تېروتنه وه چې باید هېڅکله تکرار نه شي.

نوموړي سنا جرګې ته په خپله تازه وينا کې ويلي:” کابل کې دې پلاوي ته د يوې پيالې چای څکل ډېر ګران پرېوت. ”

دا په داسې مهال ده، چې اسلامي امارت د تعامل دروازې پرانيستې دي او له ټولو هېوادونو څخه د يو متوازن اقتصاد محوره تګلارې پر بنسټ د اړيکو غوښتنه کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6995a
دکمه بازگشت به بالا