اسرائیل موافقه وکړه سره صلیب او مصر به د غزې تر ولکې لاندې سیمو کې د مړو جسدونه ولټوي

د اسرائيلي اشغالګر رژیم منلې، چې د نړیوال سره صلیب کمېټې (ICRC) او د مصر دولت به د غ‍.زې تړانګې هغو سیمو ته دننه شي، چې د اسرائیلي پوځ تر ولکې لاندې دي.

د دغو ډلو موخه د هغو مړو د جسدونو موندل دي، چې د اسرائیلي بریدونو په پایله کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې، دا هوکړه د اسرائیل او د فلس‍.طین د حم‍.اس غورځنګ تر منځ د اوربند د تړون په چوکاټ کې شوې ده.

د حم‍.اس يوه مشر خلیل الحیه ویلي، چې دوی د وژل شويو د جسدونو د سپارلو ژمنه کړې او نه غواړي اسرائیل ته د جګړې د بیا پیلولو پلمه جوړه کړي.

راپورونه زیاتوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې اسرائیلي چارواکو ته ۴۸ ساعته مهلت ورکړی و، څو د وژل شويو جسدونو ځای معلوم کړي.

د اسرائیلي پوځ او نړیوال سره صلیب چارواکي وايي، د دغو عملیاتو د څرنګوالي، امنیتي همغږۍ او د لټون د دقیقو جزئیاتو ارزونه روانه ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1244s
دکمه بازگشت به بالا