اسراییل پارلمان د لوېدیځې غاړې د الحاق طرحه تصویب کړه، نړیوال غبرګونونه زیات شوي

د اشغالګر اسراییلي رژيم قانون جوړونکو، د کورنیو او نړیوالو مخالفتونو سربېره، د څلور پړاويزې پروسې په لومړني ګام کې د لوېدیځې غاړې د الحاق طرحې ته د رایې ملاتړ کړی دی.
د الجزیرې خبري شبکې د چهارشنبې ماښام، د میزان په ۳۰مه، د یاد رژيم د پارلمان (کنست) د پرېکړې راپور ورکړی دی.
د راپور له مخې، د اسراییلي پارلمان غړو د دې رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د لیکود ګوند د مخالفتونو باوجود، د لوېدیځې غاړې د الحاق طرحې ته ۲۵ موافقې رایې او ۲۴ مخالفې رایې ورکړې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1135s

