اسلام‌اباد د سترې محکمې د ګازو چاودنې پېښه، ۱۲ ټپیان

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې نن د سترې محکمې (سپریم کورټ) په ځمک‌تل کې د ګازو د لیک له امله یوه زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د محکمې د کارکوونکو له‌خوا په یوه کانتین کې د ګازو ډبې سمه نه وه تړل شوې، چې له امله یې ګازونه راټول شوي او وروسته د اور لګېدنې له کبله چاودنه شوې ده.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپیان شوي دي، چې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د ژغورنې ډلې سمدستي سیمې ته رسېدلې، ټپیان یې نږدې روغتونونو ته لېږدولي او د پېښې سیمه یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د پاکستان پولیسو د څرګندونو له مخې، د پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي، خو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ اټکل کېږي چې د ګازو لیک د چاودنې اصلي لامل و.

یاده پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د ژمي له پیل سره په پاکستان کې د ګازو د کمښت ستونزه زیاته شوې او ډېری خلک د بدیلو ډبو او کانتینونو کارولو ته اړ کېږي، چې دا کار د ورته خطرناکو پېښو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6974a
دکمه بازگشت به بالا