اسلاماباد له افغانستان سره مو سوداګري رسماً بنده کړې؛ پړه هم پر کابل ده

وروسته له هغې چې افغانستان د پاکستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې ودرولې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اسلاماباد هم ورته پرېکړه کړې ده.
طاهر حسین اندرابي څرګنده کړې، چې پاکستان د فرضي کرښې له لارې هر ډول سوداګري او تګ راتګ رسماً بند کړی او د دې وضعیت پړه یې پر افغانستان اچولې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا پرېکړه د دواړو هېوادونو د تجارتي اړیکو د روان وضعیت په اړه د وروستیو ترینګلتیاوو وروسته شوې ده. چارواکي ټینګار کوي، چې د سوداګرۍ د بندېدو اغېزې به پر دواړو هېوادونو اقتصادي فشارونه راوړي، خو دا پرېکړه د امنیتي او سرحدي ستونزو د حل په موخه شوې بلل شوې ده.
په ورته وخت کې د سیمه ییزو او نړیوالو څارونکو څرګندونې ښيي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د باثباته کولو لپاره د خبرو اترو اړتیا زیاته شوې ده، ترڅو د سوداګرۍ او تګ راتګ ستونزې ژر تر ژره حل شي او د خلکو ورځني ژوند پرې اغېزمن نشي.

