اسلامي امارت: د بهرنیو اصطلاحاتو د بدلون لپاره ځانګړې کمیټه جوړېږي

د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د نوي فرمان له مخې، په امارتي ادارو کې د بهرنیو اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون لپاره ځانګړې کمیټه جوړېږي.
د فرمان له مخې، یاده کمیټه به د عدلیې وزارت تر مشرۍ لاندې د لوړو زدهکړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، علومو اکاډمۍ او چارو ادارې په غړیتوب فعالیت کوي.
ټولو امارتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې په خپلو اسنادو کې کارول شوي بهرني اصطلاحات راټول او د بدیل وړاندیزونو سره یادې کمیټې ته وسپاري.
کمیټه به سپارل شوي وړاندیزونه ارزوي او د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر بنسټ به ورته مناسب بدیلونه ټاکي.

