اسلامي امارت د پاکستان جګړه یې کورنی مسأله ده، فتوا نه ورکوو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو په لړ کې، د افغان پلاوي مشر مولوي رحمتالله نجیب ویلي، چې د پاکستان جګړې د هغوی خپل کورني مسایل دي او اسلامي امارت پرې د فتوا صادرولو نیت نه لري.
مولوي نجیب دا څرګندونې په یوه وروستۍ خبري غونډه کې وکړې، هغه مهال چې د پاکستاني پلاوي له لوري د دې غوښتنه شوې وه، چې اسلامي امارت دې د پاکستان د روانو جګړو او تاوتریخوالو په اړه فتوا صادره کړي.
هغه زیاته کړه، چې د افغان پلاوي دریځ روښانه او ثابت و، او دوی د پاکستاني لوري دا غوښتنه په کلکه رد کړه. نوموړي ټینګار وکړ، چې د پاکستان داخلي جګړې د هغوی خپل مسایل دي او د افغانستان اسلامي امارت نه غواړي د بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
مولوي نجیب ویلي، اسلامي امارت د خپلو ګاونډیو هېوادونو د خپلواکۍ او حاکمیت درناوی کوي او د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.
نوموړي همدارنګه څرګنده کړه، چې د مذاکراتو په جریان کې افغان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي امنیت، سوداګرۍ او د تګ راتګ د اسانتیاوو پر موضوعاتو هم بحث کړی، او ټینګار یې کړی، چې د سیمې ثبات او ګډې ګټې یوازې د همکارۍ او تفاهم له لارې ترلاسه کېدای شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستان چارواکي په وار وار هڅه کړې، د خپلو امنیتي ستونزو پړه د افغانستان پر لوري واچوي، خو اسلامي امارت تل دا دریځ نیولی، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د بل هېواد پر ضد نه کارېږي.

