اسلامي امارت د پاکستان هوايي بریدونه د حریم ښکاره نقض او تکرارېدونکی جنایت دی

اسلامي امارت د پاکستان د پوځي رژيم لخوا د پکتیکا پر ملکي سیمو د وروستیو هوايي بریدونو په اړه توند غبرګون ښودلی او دا یې د افغانستان د حریم ښکاره نقض او تکرارېدونکی جنایت بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونو د یو شمېر ملکي هېوادوالو ژوند اخيستی او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت دا ډول کړنې پاروونکی عمل او د جګړې د اوږدیدو هڅه بولي.
په ورته مهال د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو لپاره نن دوحې ته سفر کړی دی.
مولوي ذبيحالله مجاهد ویلي، سره له دې چې اسلامي امارت د هر ډول تجاوز او د ملي حریم د نقض پر وړاندې د ځواب حق لري، خو د مذاکراتي ټیم د حیثیت او درناوي په پار یې خپلو مجاهدینو ته سپارښتنه کړې، چې له هر ډول نوي تحرک څخه ډډه وکړي.
هغه ټینګار کړی، اسلامي امارت د سولې له لارې د ستونزو په حل او د سیمې په پایدار امن باور لري، خو وروستۍ کړنې او تاوتریخوالی د پاکستاني لوري د تهاجمي دریځ پایله ده.

