اسلامي امارت رسنیو د وروستیو پېښو پر مهال خپل مسؤولیتونه په ښه ډول ترسره کړل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د وروستیو پیښو په اړه د رسنیو فعالیتونو د ستایلو په موخه د بېلابېلو اژانسونو، رسنیزو بنسټونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو له مسولینو سره غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني له رسنیو وغوښتل، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د اسلامي امارت پرمختګونه رسنیز کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې هېواد د بشپړ امنیت په ټینګښت سره ټولې رسنۍ د اسلامي امارت د پالیسیو په رڼا کې د هېواد په ټولو سیمو کې په ډاډه زړه فعالیتونه ترسره کوي.
د دې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال وویل، چې د وروستیو پیښو پرمهال هېواد کې رسنیو د نظام له نورو برخو سره اوږه په اوږه دښمن ته مناسب ځواب ورکړ.
بل لوري د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیمالحق حقاني د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد په استازولۍ د وروستیو پېښو پر مهال د رسنیو له فعالیتونو مننه وکړه.
د غونډې په لړ کې د رسنیو مسولینو او خبریالانو ډاډ ورکړ، چې د خپل اسلامي او ملي مسولیت له مخې د تېر په څیر د اسلامي نظام مسولینو سره په هر حالت کې اوږه پر اوږه کار کولو ته چمتو دي.

