اسلامي امارت له پاکستان سره د سولې تړون لاسلیک شو، د قطر او ترکیې هڅې ستایو

د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان د پلاوي ترمنځ خبرې اترې، چې د سولې او ښې ګاونډۍ د ټینګېدو په موخه ترسره شوې وې، د یوه دوه‌اړخیز تړون په لاسلیکولو پای ته رسېدلې دي.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، نن یک‌شنبه (د تلې ۲۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې د قطر او ترکیې له هغو هڅو مننه کړې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره یې کړي دي.

ښاغلي مجاهد څرګنده کړې چې په دې تړون کې د دواړو لورو ژمنه د سولې، متقابل درناوي او د ښې ګاونډۍ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تکرار شوې ده.

په تړون کې ټینګار شوی چې دواړه هېوادونه به د شخړو د مخنیوي، د باور د زیاتوالي او د سیمې د سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a993s
دکمه بازگشت به بالا