اسلامي ملي اردو ۹۱ منسوبین د شپې لیزري زده‌کړو له دورې فارغ شول

د اسلامي ملي اردو ۹۱ منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ اړوند د جګړه‌ییزو ځواکونو په ښوونځي کې د شپې لیزري دوربین له مسلکي زده‌کړو فارغ شوي دي.
د دې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوی چې دا منسوبین نن د اسلامي امارت د لوړپوړو مسوولینو په شتون او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي او د مسوولینو له لوري یې بری‌لیکونه ترلاسه کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w785e
دکمه بازگشت به بالا