اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې به د زړه د ۲۴ میلیون ډالرو په ارزښت روغتون جوړ شي

مالیې وزارت خبر ورکړی اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د ۲۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د زړه ناروغیو د درملنې ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړولو ته بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بانک د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د پرلهپسې هڅو او اغېزمنو بحثونو په پایله کې دې اقدام شوی دی.
د اعلامیې له مخې : “د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته د روغتیا په برخه کي دا لومړنۍ ستره او بنسټیزه پروژه ده، چې د مالیې وزارت د فعاله هڅو په پایله کي د اسلامي پراختیایي بانک له لوري علمي کېږي.“
سرچینې لیکلي چې د مالیې وزارت او د اسلامي پراختیایي بانک له لومړنۍ همغږۍ او هوکړې وروسته یاده پروژه له اړوندو دولتي ادارو سره شریکه شوې ده.
د یادولو ده چې اوسمهال د مالیې وزارت، اسلامي پراختیایي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو دولتي ادارو د ټاکلشویو ګډو کمېټو له لوري د دې پروژې د لومړنۍ سروې، نقشې او ډیزاین جوړولو چاري پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د مالیې وزارت همداراز ویلي چې د دې معیاري روغتون په جوړېدلو سره به د زړه او سینې ناروغانو درملنه په کور دننه په کم لګښت سره کېږي او همداراز به په دې روغتون کې د تخصصي زدهکړو اسانتیاوي هم برابري شي.

