افغان ابدالیان د اسیا جام دویمه لوبه کې نن له بنګله‌دېش سره مخامخېږي

تر لومړۍ بریا وروسته، افغان ابدالیان نن دوشنبه د ځوانانو په اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د بنګله‌دېش الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان الف لوبډله نن(دوشنبه، د لړم ۲۶مه) د خپلې دویمې لوبې ترسره کولو لپاره له بنګله‌دېش سره مخامخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د کرکټ اسیايي شورا د ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د دغې لوبې پچه تېره (شنبه، د لړم ۲۴مه) سیالې سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. خو افغان ابدالیانو غوره توپ اچونه وکړه او د بلال سمیع او غضنفر د غوره توپ اچونې پرمټ یې سیاله لوبډله تر ۱۷۰ منډو پورې ایساره کړه.

د افغان لوبډلې په لپاره بلال سمیع ۴، غضنفر ۳ او عبدالله احمدزي یوه ویکټ ترلاسه کړې.

د دغه هدف په ځواب کې افغان لوبډلې خپل لومړی پیلیز توپوهونکی زبید اکبري وختي له لاسه ورکړه، خو صدیق‌الله اتل ۵۴ منډې او عمران میر ۳۴ منډې وکړې.

له دې سره لوبډلمشر دروېش رسولي ۵۴، قیس احمد ۱۶* او ننګیال خروټي ۱۵ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي بلال سمیع د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ښه توپ اچونه وکړه او د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

باید وویل شي افغان لوبډله تېر کال دغه جام په خپل نوم کړی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q1030w
دکمه بازگشت به بالا