افغان لوبډله: سبا د اسیا کپ شل اوریزو سیالیو کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه کوي

افغان لوبډله به سبا ماښام د آسيا جام سياليو په دوام خپله لومړنۍ لوبه ترسره کوي.

د اسیا کپ شل اووریزو سیالیو لمړی لوبه د افغانستان او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ سبا ماښام په متحده عربي امارتو کې پیلیږي.

دغه سیالۍ په دوو ګروپونو ویشل شوې چې په الف ګروپ کې هندوستان، عمان، پاکستان، او امارات لوبډلې شاملې دي او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دیش، هانک کانګ او سریلانکا لوبډلې ګډون لري.

د کرکټ نړیوالې شورا معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ ۱۹ ورځي دوام کوي.

د یادونې ده چې افغانستان ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه د سپتمبر میاشتې په ۱۶ مه له بنګله دیش، او دریمه لوبه به د همدې میاشتې په ۱۸ مه نیټه له سریلانکا سره سیالۍ ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5359a
دکمه بازگشت به بالا