افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۸ شل اوریز نړیوال جام ته مستقیمه لار وموندله

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۸ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته مستقیمه لار موندلې ده.
د کرېکټ نړیوالې شورا هغه ۱۲ لوبډلې اعلان کړې، چې په یادو سیالیو کې به نېغ‌په نېغه ګډون کوي، او افغانستان هم د دغو لوبډلو په ډله کې شامل دی. دا بریا د افغان لوبډلې د وروستیو کلونو د پرله‌پسې پرمختګ او نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته‌راوړنو څرګندونه کوي.
ټاکل شوې چې د راتلونکی پړاو نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۸ کال اکټوبر میاشت کې د اسټرالیا او نیوزیلینډ په ګډ کوربه‌توب ترسره شي. تمه ده، چې په دې سیالیو کې به د نړۍ پیاوړې لوبډلې برخه واخلي او سیالۍ به په لوړه کچه ترسره شي.
د افغان لوبډلې مستقیمه لار موندنه د هېواد د کرېکټ لپاره مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي، ځکه په وروستیو کلونو کې افغان لوبغاړو په نړیوالو ډګرونو کې د پام وړ سیالۍ کړې او د نړیوالو درجه‌بندیو په جدول کې یې خپل ځای پیاوړی کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/Q653Q
دکمه بازگشت به بالا