افغانستان او بنګله‌دېش په درېیمه لوبه کې ۲۰۰ منډو ستره بریا؛ لوبلړۍ ۳-۰ افغانانو وګټله

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو په وروستۍ لوبه کې هم افغانستان بنګله دېش ته په لوی توپیر ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې ۳-۰ وګټله.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۹۴ منډو هدف وټاکه.

بنګله دې ونشوای کړی ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې د یوازې ۹۳ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او افغاستان دغه لوبه د ۲۰۰ منډو په توپير وګټله.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې (۹۵) منډې وکړې او له دې سره په دریو واړو لوبو کې د ۲۱۳ منډو په جوړولو سره د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ابراهیم ځدراڼ د غوره لوبغاړي اېوارډ ترلاسه کولو وروسته وويل، “ما دومره ډېر د سلیزې بشپړولو په اړه فکر نه کاوه، هڅه مې کوله چې د لوبډلې لپاره ښه لوبه وکړم، له بدمرغه سلیزه ونشوه خو دا د لوبې برخه ده”.
ابراهيم ځدراڼ په تېره لوبه کې هم نه و توانېدلی چې سليزه پوره کړي، هلته هم په ۹۵ منډو سوځېدلی و.

د توپ اچوونې په برخه کې بيا ځوان لوبغاړي بلال سميع ۵ بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول. راشد خان دری او عظمت الله عمرزي يوه وېکټه ترلاسه کړه.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي له لوبې وروسته په دې بريا خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، د دې لپاره ټولو هڅه وکړه. د چټکې توپ اچوونې ستاينه یې هم وکړه.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6656a
دکمه بازگشت به بالا