افغانستان ته د قرغیزستان د لاریو صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د قرغيزستان د احصايې ملي کمېټه ويلي، په دې وروستيو مياشتو کې افغانستان ته د دې هېواد د بار وړونکو موټرو صادرات ډېر شوي دي.

د يادې کمېټې د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ ميلادي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د قرغیزستان له لوري افغانستان ته د لاریو صادرات ۹۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان د ترانزيټي موقعيت له امله د منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره يو مهم بازار ګڼل کېږي؛ نو پر همدې بنسټ د قرغيزستان هېواد په ګډون د سيمي هېوادونه هڅه کوي، تر څو له افغانستان سره ښې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4771a
دکمه بازگشت به بالا