افغانستان: د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې د ۹۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه

به گزارش خبرگزاری سریع؛ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اوریز اسیا جام کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په لوی توپیر ماته ورکړه او د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې یې لومړنۍ بریا خپله کړه.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

هانګ کانګ ونشوی کړی هدف پوره کړي د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۹۴ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره صدیق الله اتل تر ټولو ډېرې (۷۳) منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو خو له ده ور هاخوا رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ ژر ژر خپلې وېکټې له لاسه ورکړې او په ترتیب سره یې ۸ او یوه منډه وکړه.

وروسته محمد نبي او عظمت الله عمرزي لوبه یو څه قابو کړه، محمد نبي ۳۳ او عظمت الله ۵۳ چټکې مهمې منډې وکړې.

دکمه بازگشت به بالا