افغانستان: د ایران سره د اورګاډي وروستی پړاو پیل؛ سوداګریز لګښت کمېږي

د افغانستان په لوېدیځ کې چارواکي وايي، له ایران سره د اورګاډي یوه مهمه لیکه بشپړېدو ته نژدې شوې او د څلورم پړاو دویمې برخې یا وروستي پړاو کار یې په عملي ډول پيل شوی.

د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د څلورم پړاو وروستۍ برخې دغه لیکه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې ایران به د هرات له صنعتي ښارګوټي او هرات هوايي ډګر سره وصل کړي.

دغه وزارت ویلي، د اور ګاډي د دې لیکي د جوړولو لګښت ۵۴ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې د اسلامي امارت له بودیجې ورکول کېږي.

د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي ” د ایران له بندر عباسه د یو ټن مال لېږد ۱۳۰ ډالره یا تر دې ډېر لګښت درلود، چې د دې مسير پر فعالېدو سره به دغه لګښت ۴۰ ډالرو ته راکم شي”

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او پاتې ۱۴۹کیلومتره یې د افغانستان خاوره کې دننه ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a794s
دکمه بازگشت به بالا