افغانستان د نري رنځ پېښې په چټک ډول ډېرې شوې دي.

د نري رنځ ناروغه، چې پنځوس کلنه ده، له کاپیسا ولایت څخه کابل ته را لېږدول شوې او اوس د افغان-جاپان د ساري ناروغیو روغتون د توبرکلوز څانګې کې بستر ده. ناروغه د خپلې ناروغۍ نښې نښانې داسې بیانوي: «زه ټوخی لرلم، سر مې درد کاوه او تبه مې لرله.»
سیدعلي لعلي، د دې روغتون د نري رنځ د څانګې مسؤل، وویل: «د نري رنځ پېښې د تېر کالونو په پرتله په زیاتېدو دي. دا بېلابېل لاملونه لري؛ یو یې دا دی چې د کرونا پر مهال د نري رنځ پروګرام له ستونزو سره مخ شو. دا ناروغي ساري ده، خو د کرونا په څېر په ناڅاپي توګه نه خپرېږي.»
د افغان-جاپان د ساري ناروغیو روغتون د توبرکلوز څانګې مسؤل زیاته کړه، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه شل زره کسان د دې ناروغۍ د درملنې لپاره دې روغتون ته ورغلي، او دا شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
یوسف، د ناروغ ساتونکی، وویل: «زموږ غوښتنه له دولت دا ده چې دا ډول روغتونونه زموږ په ولایتونو کې هم جوړ کړي، ځکه زموږ لاره ډېره لرې ده. هغه ناروغ چې له نجراب څخه راوړو، حالت یې په موټر کې لا خرابېږي.»
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی و، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د توبرکلوز ۵۱ زره ۳۰۰ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.