افغانستان د وږي میاشتې صادرات او واردات زیات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان ۱۴۰۴ کال د وږي په میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت نږدې ۲۳۰ میلیون ډالر او د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۲۳۲.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد په کچه یې د ۱۴۰۴ کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
د دې ارقامو له مخې، په دې مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۹٫۸ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۲۳۲٫۷ ميليون ډالرو ته رسېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي چې د ۱۴۰۴ کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۹ میلیون ډالر و چې د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د زمري میاشتې په پرتله ۸۴٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۱۹۵٫۶ میلیون ډالرو ته رسیده چې د ۱۴۰۴ کال په وږي مياشت کې د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې هېواد ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین، متحده عربي اماراتو او پاکستان څخه وو.
یادې ادارې زیاته کړې چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته ټول محصولي او غيرمحصولي واردات حساب شوي دي.

