افغانستان د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې ۴.۵۴ میلیونه ټنه غنم تولید شوه

د افغانستان د احصایې او معالوماتو د ادارې تازه شمېرو ښيي چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې ټولټال ۴.۵۴ میلیونه ټنه غنم په هېواد کې تولید شوي دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، دغه تولید په ځانګړې توګه د هملند، کندز، هرات، کندهار، بادغیس، تخار او هرات ولایتونو کې شوی دی. د ادارې ویاند ویلي چې دا اندازه د تیر کال د تولید پرتله کمه لوړه شوې، چې د کرنیزو چارو د ښه والي، د اوبو لګولو د پرمختګ او د حاصلاتو د مدیریت له امله رامنځته شوې ده.
د احصایې ادارې ټینګار کړی چې د غنمو د تولید زیاتوالی د هېواد د خوراکي امنیت په برخه کې مهم رول لري او دا به د کورني اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د غنمو صادراتو لپاره هم زمینه برابره کړي.
کارپوهان وايي، که د حاصلاتو د ذخیره کولو او مدیریت سیستمونه لا پیاوړي شي، نو افغانستان کولی شي خپل کرنیز سکتور د نورو ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې نوره هم پرمختګ وکړي.
د احصایې او معالوماتو اداره په دې اړه خبرداری ورکړی چې د حاصلاتو په ذخیره او توزیع کې باید د کیفیت د ساتنې او د زیان کمولو لپاره جدي ګامونه پورته شي، تر څو تولید شوی غنم په ټول هېواد کې په اغېزمنه توګه وکارول شي او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د سوداګرۍ لپاره هم مناسب وي.

