افغانستان په یوه ورځ کې له پنځو لارو ۲۳۴۹ کډوال هېواد ته ستانه شوي

کابل ـ د کډوالو ستونزو ته رسېدنې عالي کمېسیون د یکشنبې پر ورځ تازه احصایې خپرې کړې چې له مخې یې هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدنې لړۍ په چټک ډول روانه ده. یوازې په یوې ورځې کې له پنځو تګلارو ۶۲۳ کډوالې کورنۍ، چې شمېر یې ۲۳۴۹ تنو ته رسېږي، بېرته وطن ته داخلې شوې دي.
د راپور له مخې، سپینبولدک د کډوالو د ستنېدنې تر ټولو بوخته لاره وه؛ په دې مسیر کې ۳۷۶ تنه داخل شوي چې له ډلې یې ۲۲۶ کورنۍ کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
په تورخم کې ۱۵۲ کورنۍ ثبت شوې. له دې ډلې ۸۸ کورنۍ نورو ولایتونو ته انتقال شوي او د دغو تګلارو په اوږدو کې ټولټال ۹۲۴ زره افغانۍ مرستې وېشل شوې دي.
د هلمند د بهرامچې له لارې ۵۳ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې چې ۱۳ کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته واستول شوې او ورسره ۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
په اسلامکلا کې ۲۱ کورنۍ ثبت شوي چې ټولې د مالي مرستو تر پوښښ لاندې راغلې دي.
همدارنګه د نیمروز ورېښمو له لارې ۳۰ کورنۍ او ۹۴۷ تنه مسافر هېواد ته داخل شوي دي. په دې مسیر کې ۵۳۳ تنو ته د درملنې بېړنۍ طبي خدمتونه هم برابر شوي دي.
د ورځې په کچه، ټولټال ۳۲۷ کورنۍ (۱۸۱۶ تنه) نورو ولایتونو ته لېږدول شوې، ۵۱۲ کورنیو مالي مرستې ترلاسه کړي او ۴۴۸ وړیا سیمکارتونه کډوالو ته وېشل شوي دي.
د ستنېدنې دغه دوامداره لړۍ د کډوالو د اسنادو ثبت، بیړني خدماتو، لېږد او له ستنېدنې وروسته د ملاتړ له پروګرامونو سره هممهاله روانه ده.

