افغانستان کې د فوټبال د نوو میدانونو د جوړولو تړونونه ترلاسه شول

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس او د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د تخنیکي او پراختیایي کمېټې غړی محمدیوسف کارګر د اسیا د فوټبال کنفدراسیون رسمي غونډه کې چې په مالیزیا کې جوړه شوې وه، وتوانېد د هرات او غزني ولایتونو د فوټبال میدانونو بیارغونې او په لوګر ولایت کې د یوه ورزشي میدان جوړولو قراردادونه ترلاسه کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه ناسته د اندري، سنجیوان او نهمت په ګډون د فیفا د استازو او همدارنګه د وحید کارداني، یوګیش او روزبه په ګډون د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د استازو په حضور کې ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د کندهار او بلخ ولایتونو د فوټبال میدانونو جوړولو پروژې هم نهایي شوې دي او همدارنګه د بدخشان د استډیوم جوړولو او د کابل د استډیوم د بیارغونې په اړه خبرې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغو پروژو له پیل سره به د افغانستان فوټبال د ودې او پرمختګ نوې مرحلې ته داخل شي او د هېواد د ځوانو استعدادونو د غوړېدنې لپاره به لا ډېره زمینه برابره شي.»

لینک کوتاه

https://sarie.news/w137w
دکمه بازگشت به بالا