اقتصاد وزارت د نړیوالو بنسټونو سره د پراختیايي همغږۍ لپاره مهمه ناسته پیلوي

ټاکل شوې چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند دفترونو، اروپایي ټولنې او یو شمېر نړیوالو مرستهکوونکو بنسټونو مسوولینو سره مهمه ناسته پیل شي.
په دې ناسته کې به د ۲۰۲۶ میلادي کال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو او د افغانستان د پراختیايي تګلارې د لومړیتوبونو د تحقق، همغږۍ او متوازن اقتصادي پرمختګ پر مهمو موضوعاتو بحث وشي.
یاده ناسته د افغانستان د پراختیايي لومړیتوبونو د پلي کېدو، د نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د متوازن اقتصادي پرمختګ د زمینې برابرولو په موخه جوړېږي. په دې غونډه کې ګډون کوونکي به د پروژو پر تطبیق، سرچینو د اغېزمنه کارونې او د پراختیايي پلانونو د موثریت د لوړولو په اړه هم خپلې نظریې شریکې کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q557q

