امريکا د سوريې ولسمشر به نږدې راتلونکي کې واشنګټن ته سفر وکړي

د سوريې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام باراک خبر ورکړی، چې د سوريې ولسمشر احمد الشرع به په نږدې راتلونکي کې واشنګټن ته سفر وکړي.

ويل‌کېږي، دا به د امريکا پلازمېنې ته د يو سوریايي مشر لومړنی رسمي سفر وي. د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ويلي، تمه ده دا سفر د روان نومبر مياشتې په شاوخوا ۱۰مه نېټه ترسره شي.

بل لور ته، سوريايي چارواکو هم تائيد کړې، چې د احمد الشرع سفر به د راتلونکو دوو اوونيو په لړ کې ترسره شي.

دا په داسې مهال ده، چې له کلونو وروسته د واشنګټن او دمشق ترمنځ د سياسي اړيکو د بيا رغېدو لپاره يو مهم ګام پورته کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6893a
دکمه بازگشت به بالا