امریکا تأیید کړه جټ او چورلکه چین سمندر ته لوېدلي، عمله خوندي ده

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جټ الوتکه او یوه چورلکه په دوو جلا پېښو کې د سوېلي چین سمندر ته لوېدلې ده.
د امریکا د «سي بي اس نيوز» د راپور له مخې، د دواړو الوتکو عملې روغې راایستل شوې دي.
د امریکا د سمندري ځواکونو د اقیانوس ارام څانګې ویلي، چې لومړۍ پېښه له MH-60R Sea Hawk ډوله پوځي چورلکې سره چې د «پشکانو جنګیانو» په نوم مشهوره ده رامنځته شوې ده.
شاوخوا دېرش دقیقې وروسته، یوه بله F/A-18F Super Hornet جټ الوتکه (چې د «سور خروسونو» په نوم پېژندل کېږي) هم د عادي عملیاتو پر مهال لوېدلې ده. د دې جټ دواړه پېلوټان د اضطراري وتنې (اجکشن) له لارې ځان ژغورلی او وروسته خوندي ژغورل شوي دي.
يادې پېښې په داسې مهال شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل سفر په ترڅ کې د مالیزیا او د جنوبي چین د سمندر پر ساحلونو کې دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1248s

