امریکا د B-52 ستره الوتنه د وینزویلا فضا ته نږدې، امنیتي ترینګلتیا لوړه شوه

د امریکا او وینزویلا ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، روسي رسنیو راپور ورکړی چې تازه د امریکا یوې سترې بمغورځونکې الوتکې «B-52» د وینزویلا فضا ته نږدې الوتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې چې دوو نورو «F-18» جنګي الوتکو د دې سترې امریکايي جنګي الوتکې ملتیا کوله او شاوخوا یو ساعت یې د وینزویلا پلازمېنې «کاراکاس» ته نږدې الوتنه کړې ده.
د روسي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د امریکايي B-52 الوتکې له دې تحرکاتو وروسته په وینزویلا کې امنیتي وضعیت ترینګلی کړی دی.
د امریکا له لوري دا پوځي تحرکات داسې مهال کېږي چې څو ورځې مخکې د متحده ایالاتو له لوري په «پورټو ریکو» کې د F-35 الوتکو د ځایپرځای کېدو راپورونه هم ورکړل شوي وو.
تر هغې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ۱۰ پرمختللو جنګي سټیلت الوتکو د لېږلو اعلان هم کړی و، او ټاکل شوې وه چې د وینزویلا د نشهيي توکو کارټلونو پر وړاندې به عملیات ترسره کوي.
د ویلو ده چې بلخوا د وینزویلا مشر بار بار خبرداری ورکړی چې د «ډونالډ ټرمپ» وروستي اقدامات به امریکا یوې اوږدې او تر ټولو خطرناکې جګړې ته دننه کړي.

