امریکا د ټرمپ او پوتین لیدنه د نامعلومې مودې لپاره وځنډول شوه

د سپینې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو تایید کړې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ ټاکل شوې لیدنه د نامعلومې مودې لپاره ځنډول شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د سه‌شنبې په ماښام (د تلې ۲۹مه) د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د دواړو مشرانو د پلان شوې لیدنې نېټه وروسته ته پرېښودل شوې ده.

په عین حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د خبریالانو سره یې خبرې کولې، ویلي دي چې نه غواړي له ولادیمیر پوتین سره داسې لیدنه وکړي چې «هیڅ ګټه» ونه لري.

نوموړي زیاته کړه چې د هرې راتلونکې ناستې هدف باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه‌والی او د مهمو نړیوالو موضوعاتو د حل لاره وموندل وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1097s
دکمه بازگشت به بالا