امنیتي سرچینې د هر برید پر وړاندې به بالمثل غبرګون وښودل شي

د یوې باوري امنیتي سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې وروسته به د افغانستان لوري د پاکستان هر ډول برید ته بالمثل ځواب ورکوي، او که د افغانستان پر خاوره بمبار وشي، «اسلاماباد به په نښه» کړي.
سرچینې ویلي، افغان لوری خبرو اترو ته ژمن و، خو پاکستاني لوري دا ژمنتیا نه درلوده، بلکې له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه کړې وه چې د پاکستان د امنیت د تأمین ضمانت ورکړي.
د سرچینې په وینا، پاکستاني پلاوي په استانبول کې روانې خبرې قصداً له خپل مسیر څخه واړولې او هڅه یې وکړه چې مذاکرات سبوتاژ کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6747a

