امیر امیري: د اسلامي امارت له بندونو څخه د قطر منځګړیتوب وروسته ازاد شو

د اسلامي امارت په بندونو کې نیول شوی امریکایي تبعه امیر امیري د قطر د منځګړیتوب وروسته له نهه میاشتو بند وروسته ازاد شو

د اسلامي امارت د چارو په تړاو د یوې اعلامیې له مخې، په کابل کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بوهلر په مشرۍ یو امریکایي پلاوی د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د امیر امیري په نامه امریکایي وګړی د بندیانو له فهرسته خوشي کړی شو. راپورونه وايي چې یاد ۳۶ کلن امیري له ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې راهیسې نیول شوی و او د خوشې کېدو لپاره د څو میاشتو اوږدو خبرو او د قطر د منځګړیتوب مرستې ته اړتیا وه. د اسلامي امارت او د امریکا له لوري د قطر د رول او هڅو څخه مننه شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو په خپاره شوي پیغام کې د امیر امیري د بېرته راستنېدو هرکلی کړی او د قطر له هڅو څخه یې مننه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6086a
دکمه بازگشت به بالا