امیر سعید اېرواني نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو په ملاتړ کې خپلې ژمنې عملي کړي
ايراني رسنيو راپور ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي پر نړيوالې ټولنې نیوکه کړې، چې د میلیونونو افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې خپلې بنسټیزې ژمنې نه عملي کوي.
دغو رسنيو د ایران دایمي استازي امیر سعید اېرواني په حواله ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغان کډوالو د ملاتړ نړيواله مالي مرسته تر ۶۰ سلنې پورې راکمه شوې ده.
اېرواني ټینګار کړی، چې ایران نه شي کولای د شاوخوا شپږ میلیونو افغان کډوالو دروند بار یوازې پر اوږو یوسي او دا وضعیت د نړيوالو د مسوولیت د عادلانه شریکولو له اصل سره په ټکر کې دی.
د ایران استازي خبرداری ورکړی، که نړيواله ټولنه خپله ونډه په سمه توګه ادا نه کړي، د کډوالو ستونزه به لا پسې پراخه شي او د کوربه هېوادونو پر توان به جدي فشار واچوي.

