انقره د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو او همکاریو ژمنه

په انقره کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست سنیعالله فرهمند د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد اکتاش سره کتلي دي. د دې لیدنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، فرهنګي او متقابل همکاریو د پیاوړتیا ارزونه او زیاتوالی بلل شوی دی.
د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د لا ټینګښت، د کلتوري همکاریو د پراخېدو او د متقابل اړیکو د اسانولو پر لارو چارو سلا مشورې کړې دي. د غونډې پر مهال د هغو ګډو ارزښتونو یادونه هم شوې چې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې پرې ولاړې دي.
د غونډې یو مهم بحث د ترکیې په خاوره کې مېشتو افغان کډوالو ستونزې وې. د سفارت سرپرست د کډوالو د اوسنیو شرایطو، اقامتي اسنادو، تعلیمي او قانوني اړتیاوو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي او له ترکي چارواکو یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد اکتاش ژمنه کړې چې د افغان کډوالو موضوعاتو ته به د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره جدي پاملرنه وشي.
دواړو لورو څرګندونه کړې چې افغانستان او ترکیه د تاریخي اړیکو یوه اوږده سابقه لري او اړتیا ده چې دا همکاري په نویو برخو کې لا نوره پیاوړې شي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو اړوند ادارې به د ګډو همکاریو د پرمختګ لپاره خپل کارونه او همغږي روانه وساتي.

