اوباما تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نهلري؛ د وژل شویو عسکرو لپاره دعا کوو

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ د دوو عسکرو وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نهلري. ښاغلي اوباما پر اېکس پاڼه کاږلي، چې هغه او مېرمن یې د دغه دوو وژل شویو عسکرو لپاره دعا کوي.
څو ساعتونه وړاندې د امریکا پلازمېنه واشنګټن ډيسي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس د مليګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې. د امریکايي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ دغه دوو عسکرو په روغتون کې ساه ورکړې او ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېښه کې ښکېل کس افغان بللی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f802h

