اوزبیکستان له افغانستان سره د ترمز–حیرتان لاره بېرته پرانیستل شوه

اوزبيکستان له نږدې څلورو کلونو وروسته له افغانستان سره د «ترمز–حيرتان» مهمه لاره بېرته پرانیستې او د مسافرو او موټرو تګ‌ــ‌‌راتګ یې بشپړ عادي کړی دی.

د اوزبيکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې تېر ورځ خبر ورکړی چې د ترمز–حيرتان پر پُل د تګ‌ــ‌راتګ بهیر رسماً پیل شوی، او له دې وروسته به د دواړو هېوادونو وګړي کولای شي د ویزو په لرلو سره له دې لارې سفر وکړي.

اوزبيکستاني چارواکي وایي، د سرحد د بېرته پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته نوی حرکت ورکړل شي. د دوی په وینا، تمه ده چې د افغانستان پر لور د اوزبيکستان صادرات په راتلونکو کلونو کې نور هم پراخ شي او ښايي د ۲۰۲۶م کال تر پایه ۲.۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

بايد وويل شي، د ترمز–حيرتان د لارې بېرته پرانيستل د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې به پیاوړې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f927h
دکمه بازگشت به بالا