اوکرايين ادعا کړې چې د روسيې په پوځي ليکو کې پاکستاني كرايي سرتېري هم شته خو پاکستان دا ردوي

د اوکرايين ولسمشر ولوديمیر زېلېنسکي ادعا کړې چې د روسیې په پوځي لیکو کې د پاکستان او چین په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو “کرایه کړي پوځيان” هم د اوکرايين پر ضد جنګېږي.

ښاغلي زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (اګست ۴/زمری ۱۳) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دی په ‘ووفچانڅک’ سیمه کې د خپلو پوځي مرکزونو او سرتېرو لیدو ته ورغلی و. په وینا یې، ده هلته له قومندانانو سره یې د جګړې پر لومړۍ کرښه د روان وضعیت، د ووفچانڅک د دفاع او د ډرون او نورو پوځي اکمالاتو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي زېلېنکسي پر خپله اېکس‌پاڼه په دغه بیان کې همدا راز ادعا کړې چې په دې سیمه کې مېشتو اوکراييني پوځيانو ورته وویل چې د روسیې له لوري د پاکستان، چین، اوزبکستان، تاجکستان او د ځينو افریقايي هېوادونو “اجیر/کرایه کړي پوځيان” هم د اوکرايين پر ضد جګړه کوي.

که څه هم نورو یادو هېوادونو لا د ښاغلي زېلېنسکي دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو پاکستان یې دا تور رد کړی چې ګواکي پاکستانیان دې هم په دې جګړه کې ښکېل وي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a340s
دکمه بازگشت به بالا